د میدان وردګو سیمه ځايي چارواکو نن (شنبې د مرغومې په دویمه) وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي او د هغوی شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د میدان وردګو امنیه قومندان احمد فهیم قایم په دې اړه طلوع نیوز ته وايي چې قاري سمیع الله، مولوي روحالله او مولوي نصرالله د طالبانو د سرې قطعې قومندانان د سید اباد په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
ښاغلي قایم زیاته کړه چې په سید اباد ولسوالۍ کې له پوځي عملیاتو وروسته د ارغندې ـ غزني د وارداتي برېښنا د ترمیم لپاره زمینه برابره شوې ده.
هغه وایي په دې اړه وویل:«سیمهییزې مافیا د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټه د وارداتي برېښنا ۶۰۰ مټره مزی د سید اباد ولسوالۍ د سلطان خېلو سیمې په پټنګ کلي کې یو میاشت وړاندې پرې کړی وه چې د دغه مزي د بیا رغونې کار جریان لري چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې امنیت ټینګېږي او تر دوه راتلونکو ورځو، د برېښنا د نښلولو کار به پای ته ورسېږي.»
ښاغلی قایم د دې پخلی هم کوي چې په دغې نښته کې د ملي پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.