د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له ترهګرو څخه د میرزا اولنګ د بېرته نیولو لپاره د «البرز لس» تر نامه لاندې عملیات په لاره اچول شوي دي.
په سرپل کې د ملي پوځ د دویمې لوا قومندان عبدالغفار احسان چې د دغو عملیاتو مشري په غاړه لري وايي چې په دغو عملیاتو کې تراوسه، له طالبانو څخه درې پوستې نیول شوي دي.
هغه په اړه وویل:«پرمختګونه لرو؛د شیرم غره تر لوړو رسېدي یوو، د میرزا اولنګ درې له ټینګښت وروسته زموږ قطعې درې ته ننوځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو اوو ورځو راهیسې، د میرزااولنګ دره او د دغې درې د غرونو په څوکو کې طالبان او د داعش ډلې کسان دي.
خو د سرپل والي د البرز لس په نوم د عملیاتو او د دغې سیمې د بېرته ولکه کولو پر سوکه والي نیوکه کوي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دې اړه وویل:«هیله لرو چې امنیتي لوړو پوړي مسوولان عملیات ګړندي کړي او په منظمه توګه سوق اداره وکړي او ټول په جنګي درېدنو کې حضور ولري.»
له سیمې څخه د طلوع نیوز خبریال وايي چې لیدل کېږي، چې په دغو عملیاتو کې دواړه ښکېل لوري، د مخابرې په وسیله د مبارزې خبره کوي.
په همدې حال کې د پوځ سرتېري، د میرزااولنګ سیمې د بېرته کنټرولولو لپاره د جدي نیت خبره کوي.
د ملي پوځ سرتېری قمر الدین زیاته کړه:«جګړه نن ګهیځ ۵ بجې پیل شوه او تراوسه چې ۱۱ بجې دي، دوام لري. خو کهچېرې هوايي بریدونه نه وي هېڅ پایله به ونه لري.»
عملیات یوه اوونۍ وروسته تر هغو پیل شول، چې د ځایي چارواکو په وینا، د دولت د مخالفو وسله والو له لوري، د ښځو او ماشومانو په ګډون، کابو ۵۰ تنه ووژل شول.