د ننګرهار ولایت ځايي اوسېدونکي نن چهارشنبې (د کب په ۲ مه) وايي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو له خوا د وژل شویو کسانو په یوه بل ډلهییز قبر کې د ۱۰ ولسي وګړو مړي پيدا شوي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې دغه مړي د اچین ولسوالۍ په مامندره کې چې د داعش ډلې اصلي مرکز وه، په یوه ډلهییز قبر کې موندل شوي دي.
د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر وايي چې داعش ډلې دغه لس کسان پنځه لس میاشتې وړاندې له پچیراګام ولسوالۍ برمته کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې مامندره کې د دوشنبې په ورځ هم د داعشیانو لخوا دوه کاله وړاندې د وژل شویو نهو کسانو ډلهییز قبر موندل شوی وه.