Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د یرغلګرو له برید وروسته د ولسمشر بیړنۍ غونډه

افغان ولسمشر اشرف غني په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ګډوالو چارو پر ریاست له برید یوه ورځ وروسته د دغه ولایت د لا زیاتو امنیتي تابیاو لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره لیکي چې په دغې ناسته کې ولسمشر د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ښه‎والي لپاره ټینګار وکړ.

په دغې غونډه کې د ننګرهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان او همدارنګه د دغه ولایت امنیه قومندان او د امنیت رییس د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

هغوی ویلي چې داعش ډله په ننګرهار کې سخته ځپل شوې او له همدې امله د دغې ډلې ویجاړونکې کړنې جلال اباد ته متمرکزې شوې دي.

دغه چارواکي د ننګرهار د امنیتي وضعیت د ښه‎والي او د ترهګریزو بریدونو د شنډولو لپاره خپل وړاندیزونه هم وړاندې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني په دغې غونډه کې په ننګرهار کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او ځايي چارواکو ته یې د قربانیانو کورنیو ته د رسېدنې په پار اړینې لارښونې کړې دي.

هغه وویل چې ملي پوځ د ننګرهار ولایت له پولیسو سره په همکارۍ کې د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت او د خلکو لپاره د امنیتې فضا په رامنځته کولو کې سره ګډ کار وکړي.

 هغه ټینګار وکړ چې باید په ننګرهار کې امنیه فضا رامنځته شي او ملي پوځ په جلال اباد کې د ځانګړ قطعاتو تر ځای پر ځای کېدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د افغانستان لوی درستیز په دغې غونډه کې د سیمه‎ییزو ځواکونو د رامنځته کېدو او په ننګرهار ولایت کې د هغوی مېشت کېدلو په اړه مالومات ورکړ.

په دغه ویډیو کنفرانس کې، ښاغلي غني د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو ته لارښونه وکړه چې د دغه ولایت د ملکي ادارو د امنیت ټینګښت لپاره هر اړخیزې تابیاوې ونیسي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ننګرهار ولایت د امنیت د ټينګښت لپاره لنډمهاله، منځ‎مهاله، او اوږدمهاله تابیاوې ونیول شي او ډېر ژر اعلان شي.

شریک یي کړئ