د ننګرهار په مرکز، جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې یو تن مړ او دوه تنه نور ژوبل شول.
د پېښې شاهدان وايي چې ده چاودنه په یوه موټر کې د نښلونکي(مقناطیسي)ماین له امله رامنځته شوې ده،خو تازه رپوټونه رسوي چې دغه چاودنه د واټ تهڅېرمه د ځای پرځای شوي ماین له امله وه.
دغه چاودنه نن (د مرغومې په ۱۶ مه)سهار ۱۰:۳۰ دقیقو په شاو خوا کې د جلال اباد په ښار کې رامنځته شوه.
وژل شوی کس د یوه سوداګر ساتونکی وه او ټپيان ولسي وګړي وو.ټپيان د جلال اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې امنیتي چارواکي د دغې پېښې پخلی کوي،خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.