Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې پر اعتراض کوونکو ځانمرګی برید

نن له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو ځانمرګی برید شوی.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه برید، د جلال ابال ښار د لومړۍ حوزې په اړوندن «کمپونو» سیمه کې پر ځینو لاریون کوونکو شوې ده.

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو، د ۶ تنو د وژلو او ۸ ټپيانو پخلی کړی دی.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست، د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۸ تنه او د ټپيانو شمېر ۱۵ تنه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت ځينو اوسېدونکو، د هغه څه له امله چې ګواکې د خوږیاڼۍ ولسوالۍ د ناامنه کولو لپاره هڅې کېږي لاریون کړی وه.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د لاریون کوونکو یو ډله د ځانمرګي برید موخه ګرځي.

له دې وړاندې، په کابل کې ځینې اعتراضي غونډې د ځانمرګي بریدګرو له خوا په نښه شوې وې چې داعش ډلې د دغو پېښو پړه منلې ده.

شریک یي کړئ