Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې یوه ځانمرګي برید ۲۵ تنه وژلي او ۵۴ تنه یې ټپيان کړي

په ننګرهار کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې طالبانو او امنیتي ځواکونو پر یوې غونډې د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو او امنیتي ځواکونو دا غونډه د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د لمانځلو په پار جوړه شوې وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‎الله خوږیاڼۍ طلوع نیوز ته وايي چې دغه برید چې نن له غرمې وروسته په رودات ولسوالۍ کې رامنځته شوی، د طالبانو، امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي. او ځينې نور هم ټپيان دي.

عیني شاهدان وايي چې په سیمه کې د طالبانو، امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو مړي لیدل شوي دي.

دا برید د عازي امان الله په ښارګوټي کې رامنځته شوی چې په هغه امنیتي ځواکونه، طالبانو او ولسي وګړي د اوربند او اختر په لمانځه بوخت وو.

اخوا داعش ادعا کوي چې دا برید د دوی د کسانو لخوا ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ