د هرات ولایت د پولیسو چارواکو د نن پنجشنبې (د وري په ۹ مه) وايي چې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو سیمهییز قومندان ملا مصطفي، له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وايي چې ملا مصطفي تېره ورځ له غرمې وروسته د پولیسو د عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ ملا ناسپنج سیمه کې له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه کس د هرات په ښار او شمالي ولسوالیو کې په ډېریو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
له دغو کسانو څخه یو اندازه جنګي توکي او د طالبانو تبلیغاتي پاڼې هم ترلاسه شوي دي.
هغه په دې اړه ډېر جزیات وړاندې نه کړل.
اخوا طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.