Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د مدرسې د دوه زده‎کوونکو نیول

د هرات امنیتي چارواکو نن شنبې (د لړم په ۶ مه) وویل چې په دغه ولایت کې د دیني علومو د مدرسې دوه زده‎کوونکي یې هغه مهال ونیول چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.

دغه چارواکي زیاتوي چې دغه کسان د جمعې له غرمې وروسته د هرات ښار سپین اډې په سیمه کې د پولیسو پر سرتېرو ډزې وکړې، خو د دغو ډزو په پایله کې سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د پولیسو سرتېري توانېدلي چې دغه بریدګر ونیسي.

د هرات د امنیه قومندانۍ د امنیت امر امین الله امین طلوع نیوز ته وايي چې دغه بریدګر د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ د حضرت علي د دیني علومو د مدرسې زده‎کوونکي دي.

ښاغلی امین زیاتوي چې د دغې پېښې په تړاو د دغې مدرسې ۱۴ تنه نور زده‎کوونکي هم نیول شوي او له دغو زده‎کوونکو څخه یو اندازه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ