د کمانډو ځواکونه د هلمند، کندهار او ارزګان لپاره د طالبانو د عمومي قومندان مرستیال له نیولو خبر ورکوي.
دغه ځواکونه وايي چې د هلمند، کندهار، ارزګان لپاره د طالبانو د عمومي قومندان ملا نعیم لومړی مرستیال اغا محمد د ځانګړو ځواکونو په یوه عملیات کې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
په هلمند ولایت کې د کمانډو ځواکونو ۷ کنډک وايي چې اغا محمد په ناوې ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو په یوه عملیات کې چې په جدي توګه ټپي شوی وه نیول دی.
هلمند د هېواد په سوېل کې، یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې د هغه ډېری برخې د مخالفو وسلهوالو په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا اداره کېږي.