د هلمند ولایت ځايي چارواکو نن (شنبې د لړم په ۲۰ مه) ویلي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې ده.
د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې، دا چاودنه د یوه موټر بم له امله وه چې ځانمرګي بریدګر غوښتل د یوه حاموې موټر په وسیلې د ګډو دولتي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته ننووځي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندلو وروسته خپلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
امنیتي چارواکو په دې پيښه کې یوازې د دوو سرتېرو د ټپي کېدل پخلی کړی دی.
په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.