Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د هلمندیانو نیوکې

د هلمند په موسي کلا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې غبرګونونه غبرګونونه راپارولي دي.

د قرباني شویو کسانو خپلوانو د شې‎شنبې په ورځ (د تلې په ۲مه) په یوې اعتراضي غونډه کې د ځينو هغو قربانیانو مړي راټول کړي چې د یکشنبې په شپه د دولتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د موسی کلا بازار ته نږدې وژل شوي دي. په قربانیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

هغوی وايي چې د دغې پېښې ډېری قربانیان هغه کسان دي، چې د یو واده په مراسمو کې يې ګډون کړی وو.

سمیع‎الله چې په دغې پېښه کې يې څو تنه خپلوان وژل شوي او یوه خور يې هم ټپي ده، چې ټپیان یې لښکرګاه ښار یو روغتون ته راوړي، څرګندوي، د شپې لس بجي وې چې برید ورباندې تر سره شو.

د هلمند موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی سمیع الله څرګنده کړه:«یو وراره مې هم شهید شوی دی، او درې ته خپلوان مو هم شهیدان شوي، د تره لور مې، او د کاکا لمسی او خور مې ټپيان شوي دي.»

د موسی کلا اوسېدونکی نجیب الله هم وویل:«هلته چې برید وشو ټول ماشومان او ښځې وې هغه کور کې یوازې زه نرینه وم نور ټولې ښځې وې.»

د هلمند د موسی کلا بل اوسېدونکی محمد رفیق د یوې اوه کسیزې کورنۍ د غړو د وژل کېدو په اړه خبرې کوي، او وايي چې د هغې کورنۍ څخه یوازې یو ماشوم ژوندی پاته دی.

محمد رفیق زیاته کړه:«د عبدالرحمان کورنۍ ټول غړي شهیدان شوي او یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې دی نور ټوله کورنۍ یې وژل شوې ده.»

دلته په لښکرګاه ښار کې د خلګو له لوري لاریون هم تر سره شو.او له امنیتي ځواکونو څخه د عملیاتو پر مهال د پاملرني غوښتونکي دي. 

د هلمند قومي مشر امیر محمد اخندزاده په دې اړه وویل:«ایا دا ستاسو ماشومان نه دي؟ زه پر نړیوالې ټولنې او طالبانو غږ کوم چې وژنه پای ته ورسوئ.»

هلمند کې د مدني ټولنې فعال عبدالحق وايي:«د دغه حالت دوام زموږ لپاره د منلو نه دی، تاسې وګورئ چې د شپږو تنو لپاره څلوېښت تنه وژني.»

د دغه  برید  په اړه د افغانستان د  بشري حقونو د خپلواک کمېسیون هم غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون استازې لطیفه سلطاني وویل:«د بشري حقونو کمېسیون لپاره د مُلکي تلفاتو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او د جګړې له ښکېلو لورو زموږ غوښتنه دا ده چې د ولسي وګړو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.»

د هوايي ځواکونو یو پخواني قوماندان وایي د مجازاتو نشتون او کمزوري استخبارات د دا ډول بریدونو اصلي لاملونه دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل څرګندوي:«بې تفاوتي له یوې خوا، د امرینو له خوا د امر نه اجرا کېدل او د مجازاتو نه شتون له بلخوا او همدارنګه په کشفي او استخباراتي برخه کې کمزورتیا باید ووایوو چې له جګړې په پرېکنده توګه تحلیل شتون نه‎لري.»

خو د ملي دفاع وزارت وايي چې د یادې پېښې په اړه به څېړني وکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«موږ په موسی کلا کې بهرنیو ترهګرو او په القاعده شبکې پورې تړلو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. او ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه ادعاګانې به په جدي توګه وڅېړو.»

د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې په همدغه عملیاتو کې د طالبانو ۲۲ تنه غړي، د پنځه تنه پاکستانیانو په ګډون وژل شوي دي.

خو د هلمند ولایتي شورا بیا څرګندوي چې په یاده پېښه کې ۴۰ تنه ملکي کسان وژل شوي. او ۱۶ تنه نور ټپیان دي. 

شریک یي کړئ