Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هلمند کې له وخت څخه مخکې د زېږون زیاتوالی

د بُست روغتون شمېرې ښيي چې ډېری دغه نوي زېږېدلي ماشومان یا له منځه ځي او یا هم معیوبه نړۍ ته راځي.

د شمېرو پر بنسټ یوازې په تېرو دوو میاشتو کې میندو د بُست په روغتون کې ۳۳۳ مړه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.

په لښکرګاه ښار کي یو شمېر هغه ښځي چي د ماشوم د پیدایښت له نېټي مخکي يي ماشومان له لاسه ورکړي دي وايي: چي لوی لامل يي د درنو وسلو ږغونه دي.

دغه ښځي وايي چي د درنو وسلو ږغونو په تېرو دوه میاشتو کي د یو شمېر امنیدواره ښځو او د هغوی د ماشومانو ژوند هم واخیستی.

یوه مور چې له وخت څخه مخکې یې ماشوم نړۍ ته راوړی وايي جګړه ده او لارې هم تړلې دي زه د توغندي له غږ څخه ووېرېدم او ماشوم مې له وخت څخه مخکې نړۍ ته راوړ چې مړ دی.»

د لښکرګاه ښار د بُست روغتون روغتیا پالان وايي په روانو دوه میاشتو کي د امیندواره ښځو د زېږون له نېټي څخه وړاندي د ماشوم زېږون ناروغانو کچه ۵۶ سلنه لوړه شوې ده.

د بُست روغتون ډاکټره مریم وايي:«هرڅومره چې د جګړې غږ ډېر وي پر امیندواره میندو ډېره جانبي اغېزه کوي.د دغو جنګي وسلو د غږونو د اورېدو له امله هغه فشار چې رامنځته کېږي،د دې لامل کېږي چې خلک په ځانګړې توګه امیندواره مېرمنې چې د ټولنې حساس کسان دي اغېزمن کېږي.»

همدارنګه د بست روغتون مسولین وايي چي د لویو لارو بندښت په سیمو کي دوامداره جګړي دي هغه لاملونه دي چي ډېري ښځي د زیږن له نیټي څخه وړاندي ولادت تر سره کوي.

د لښکرګاه د بُست روغتون رییس ډاکټر نثار بارک وايي:«واقعاً چې په دغه روغتون کې د امیندواره ښځو شمېر زیات شوی دی. حتا دوه میندې چې د جګړې له امله اغېزمنې شوي دي،خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي دي هر ډول ستونزه په ځانګړې توګه جګړه پر مور او ماشوم یې ډېره اغېزه کوي.»

د یادولو وړده چي په تېرو دوه میاشتو کي امیندواره ښځو د زېږون له نېټي څخه وړاندي ۳۳۳ مړه ماشومان زیږولي دي ،

روغتیا پالان وايي که په هلمند کي جګړي همدا شان دوامداره وي په هلمند کي به د امیندواره ښځو روغتیا يي وضیعت نور هم د اندېښني وړشي.

په هلمند کې ناامنۍ د امیندواره مېرمنو له وخت څخه مخکې زېږدون کې د ۶۵ سلنه زیاتوالي لامل شوی دی او یوازې درېیو میاشتو کې ۳۳۳ ماشومان په دې ولایت کې مړه شوي دي

شریک یي کړئ