Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هملند کې د ځانمرګي بريد له امله یو ولسي وګړی وژل شوی

د هملند امنیتي څارواکو د شنبې په ورځ (د غوايي په ۸ مه) ویلي دي چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه اډه د ځانمرګي برید له خوا په نښه شوې ده.

دغه چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه نن د ګهیځ په ۸ بجو هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو څخه ډک باروړونکي موټر ته د لوی باغ په کلي کې د ملي پوځ د یوې اډې په وړاندې وچاودوه.

که‎څه هم امنیتي چارواکي وايي چې په دغه پېښه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او د ملي پوځ څلور تنه سرتېري ټپيان شوي دي، خو امنیتي سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې پنځه تنه مُلکیان او څو تنه د ملي پوځ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه برید پړه تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

امنیتي سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې، پنځه ولسي وګړي او د ملي پوځ څو تنه سرتېري وژل او ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ