Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د فعالو ښوونځیو په اړه د ناسمو شمېرو وړاندې کول

د هېواد په ډېرو ناامنو سیمو کې ښوونحي فعال نه دي او ویل کېږي چې د پوهنې وزارت پخواني چارواکو له ښوونځیو څخه د ناسمو شمېرو په ورکولو سره ډېرې پیسې یې تالاترغۍ کړي دي.

د معارف وزیر وايي چې د دغه وزارت پخوانیو چارواکو مرسته کوونکو ته د ښوونځیو شمېر له کره شمېر څخه زیات ویلی دی او اوس دغې دوکې د پوهنې وزارت له ننګونې سره مخامخ کړی دی.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر د هېواد د ښوونې او روزنې په نظام کې د ستونزو شتون تایید وي او وايي چې د هېواد ۵۰ سلنه ښوونځي یا هېڅ ودانۍ نه‎لري او یا هم مناسبې ودانۍ نه‎لري.

د پوهنې او لوړو زده کړو وزيران د چهارشنبې په ورځ په پوهنيز او د لوړو زده کړو په نظام کې د پراخو ستونزو په اړه د ځواب ويلو لپاره ولسي جرګې ته وروبلل شول.

د کابو ۵۰ سلنه ښوونځيو لپاره د ودانۍ نشتوالی يا کمښت، په پوهنيز نظام کې غيرمعياري او نابرابرې تګلارې، د ناانډوله ښوونيزو خدمتونو وړاندې کول او له زده کړو څخه د زرګونو ماشومانو بې برخې پاتې کېدل هغه ننګونې دي چې د پوهنې وزير ورته اشاره کوي.

د پوهنې د وزير په وينا په ډېریو ناامنو سيمو کې چې ښوونځي نه‎شته خو د ښوونځيو ټول لګښتونه ورکول کېږي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي څرګنده کړه:"دا یو واقعیت دی چې په ډېرو سیمو کې ښوونځي شتون نه لري،خو د ښوونکو له معاشونو څخه نیولې او د یوه ښوونځي تر ټولو لګښتونو ورکول کېږي اوس موږ دغه ستونزې اصلاح کوو".

له بلخوا د لوړو زده کړو وزيره وايي د سيمه یيزو زورواکو او د ولايتي شوراګانو د غړو لاسوهنه د دې لامل شوې ده چې سږ کال پوهنتونونو ته د شاملېدو ازموينه په رڼه توګه ترسره نه‎شي.

فریده مهمند وزیر تحصیلات عالی خاطرنشان کرد: "در امتحان کانکور امسال مداخله‌ی زورمندان ما را با چالش روبرو ساخت و شفافیت این روند را زیر پرسش برد که درآینده انشاالله اصلاح می‌شود."

د لوړو زده‎کړو وزیرې فریدې مهمند څرګنده کړه:"د سږکال د کانکور په ازموینه کې د زورواکو لاسوهنې موږ یې له ننګونو سره مخامخ کړي او دغه بهیر یې تر پوښتنې لاندې وړې ده چې په راتلونکي کې به اصلاح شي".

يو شمېر استازي د تحصيلي کچې پرټيټ والي او په زده کړو کې د له کاره لوېدلو او د نړيوالو منل شويو معيارونو سره نه برابرو تګلارو پر کارولو او د ښوونځيو پر نشتوالي نيوکه کوي.

په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازي محمدحسن شریفي بلخابي څرکنده کړه:" په یوشمېر ښوونځيو کې زده کوونکي د درسي کتابونو د نه‎شتون څخه شکایت کوي".

د پوهنې او د لوړو زده کړو وزيران په وزارتونو په تېره بيا د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو د راوستو خبره کوي او د ولسي جرګې له غړو سره ژمنه کوي چې په دغو وزارتونو کې له فساد سره د مبارزې لپاره به جدي هڅې وکړي.

د هېواد په ډېرو ناامنو سیمو کې ښوونحي فعال نه دي او ویل کېږي چې د پوهنې وزارت پخواني چارواکو له ښو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه