Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د نوم‎لیکنې ۷۰ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکونکو د نوم لیکنې له ۱۴۱۹ مرکزونو په ټول هېواد کې کابو ۷۰ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي.

 دا کمېسیون زیاتوي د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ برخو کې لږو خلکو نومونه لیکلي خو له دې سره سره د ورځې له ۶۰ تر ۷۰ زره کسان د نوم لیکنې په مرکزونو کې خپل نومونه لیکي.

 د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تراوسه کابو ۵۰۰ زره کسانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«اندېښنه دا ده چې ښځو تراوسه ۲۴ سلنه نوم‎لیکنه کړې، او د اندېښنې وړ ده. خو په کابل کې، د نوم‎لیکوونکو شمېر زیات دی په شمالي ولایتونو کې د ګډون کوونکو خلکو شمېر زیات دی. له بده مرغه په سوېل او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښځو او نرینه‎وو حضور کم دی.»

له بلخوا دغه وزرشکاران چې له خپلو یو شمېر پلویانو سره د رایو ورکونکو د نوم لیکنې دغه مرکز ته ورغلي له خلکو غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.

یو له دغو لوبغاړو احمد ولي هوتک وویل:«له خلکو غواړو چې نوم‎لیکنه وکړي او په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.»

دغه وزرشکاران له حکومته غواړي باید د رایو د مرکزونو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکولو له ۷۳۵۵ مرکزونو ۹۴۸ د حکومت تر واک لاندې سیمو څخه بهر او تړلي دي. نوموړي کمېسیون د تلې میاشتې اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره اعلان کړې ده.

شریک یي کړئ