Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې ۸ سیاسي بهیرونه د ټاکنو قانون د تعدیل غوښتونکي شول

په هېوا کې د جمعیت اسلامي، د عبدالهادي ارغندېوال په مشرۍ حزب اسلامي، د ملي غورځنګ ګوند، د افغانستان د خلکو محور، اسلامي وحدت ګوند،، د افغانستان د خلکو د ملي وحدت اسلامي ګوند، د افغان ملت ګوند او د افغانستان د ملي اقتدار ګوندونه د ټاکنو قانون د تعدیل غوښتونکي شول.

دغو سیاسي بهیرونو، په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه، د دغو سیاسي بهیرونو د غړو ترمنځ له دوه اوونۍ سلامشورې وروسته نیول شوې ده.

د هغوی په باور، د ټاکنو قانون له تعدیل سره، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې سیاسي بهیرونو او ګوندونو ته د ډېرې ونډې زمینه برابرېږي.

د جمیعت اسلامي ګوند غړی نور رحمان اخلاقي په دې اړه وايي:«باید ګوندونو او سیاسي بهیرونو ته ډېره ونډه ورکړل شي.»

دغه ګوندونه همدارنګه غواړي چې د ټاکنو کمېسیونونو په ټولو غونډو او پرېکړو او د ټاکنو ټول بهیرونه د انتخاباتو په قانون کې ځای ورکړل شي.

له دې سره جوخت، د حزب اسلامي ګوند مشر کلبدین حکمتیار هم له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې، په پارلماني ټاکنو کې د ګوندونو د ونډې د ډاګیزې کېدو غوښتونکی شو.

دغه ګوندونه، د خپلو دغو غوښتونو د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو قانون په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د تعدیل غوښتونکي شول.

له دې سره جوخت په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د ظرفیت له نشتوالي او د ټاکنو په بهیر کې د حکومت لاسوهنې، د ګوندونو او سیاسي بهیرونو نیوکې راپارولې دي.

شریک یي کړئ