نن ګهیځ پنځه بجې(پنجشنبې د تلې ۸ مه) د حقاني ډلې جنګیالیو د وردکو په مرکز کې د ملاخېلو په سیمه کې د حزب اسلامي په یو شمېر پلویانو بریدو وکړ.
د وردکو د والي ویاند عبدالرحمان منګل د دغه مطلب له څرګندولو سره وايي چې دغه نښته په دغه ولایت کې د سیمې او امنیتي ځواکونو د توند غبرګون سره مخامخ شوه.
ښاغلي منګل وویل چې په دغې نښته کې د حقاني شبکې یو قومندان حاجي یوسف او د دغې ډلې ۱۰ تنه نور غړي وژل شوي او څه باندې لس تنه نور یې ټپيان شوي دي.
دغو څارواکو د حزب اسلامي د پلویانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.