د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پرې والي ټینګار کوي.
ښاغلي عبدالله چې نن په اجراییه ریاست کې د پولیسو د همغږۍ د نړیوال پلاوي په غونډه کې وینا کوله، ګواښ وکړ کهچېرې دولتي ځواکونه په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او یا هم له کوم نوماند ملاتړ وکړي، دا کار د خلکو اعتماد د دغو ځواکونو په وړاندې کوم کړي.
دې غونډه کې اجراییه رییس وايي، د پولیسو لیکو کې فساد د دې ځواک ارزښت ته زیان رسولی او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه حق نه لري چې ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وویل:«کورنیو چارو وزیر، لوړپوړي مرستیال ته پر یوه ټکي ټینګار کوم. چې په دې برخه کې د پولیسو بې پرې والی او مسکلي چلند په لومړيتوب کې وي. ټاکنې تېرېږي، پایلې حاصلېږي، خو کهچېرې امنیتي ځواکونه... دا ډول شهرت پيدا کړي چې دوی له یوه او یا نوماندانو پلوي کوي، دا به د پولیسو په وړاندې د خلکو د اعتماد نه جبران کېدونکی زیان وي.»
ښاغلی عبدالله په داسې حال کې په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو پر بې پرېوالي ټینګار کوي چې له دې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه او ولسمشر غني ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې د دولتي امکانانو له استفادې اخطاریه ورکړې وه.
د ولسمشرۍ ټاکنو د دغو دوه نوماندانو ۱۶ سیالان هم هغوی په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي امکاناتو څخه په ناوړه استفادې تورن وي.
ولسمشرۍ ټاکنې به د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي او د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې هم تېره اوونۍ پیل شوې.
اجراییه رییس د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې په پولیسو کې د خیالي سرتېرو او فساد شتون، د امنیتي ځواکونو پر شهرت سیوری غوړوي. د ښاغلي عبدالله نغوته د سیګر رپوټ ته وه چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې یې د ۴۲ خیالي سرتېرو له مخې پرده پورته کړې ده. خو دفاع وزارت دغه رپوټ رد کړی دی.
د اجراییه ریاست په نننۍ غونده کې کابل کې د برېټانیا سفیر الیسون بلیک له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
افغانستان کې د بریټانیا سفیرالیسون بلیک څرګنده کړه:«د پولیسو دنده ډېره مهمه ده، په ځانګړي ډول د ټاکنو پر مهال. موږ ته دا له اهمیت ډکه ده چې ټول امنیتي او د فاعي ځواک د نوماندانو، ګوندونو او د ټاکنو کارکوونکو د امنیت لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.»
په ورته وخت کې د کورنیو چارو نوماند وزیر له فساد سره د مبارزې د هڅو له ملاتړه او همدارنګه په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د بې پرېوالي په اړه خبر ورکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیرمسعود اندرابي څرګنده کړه:«له جرمونو سره د مبارزې او پلان شویو مجرمینو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته شوي دي او له دې سره خوا کې جرمونو ته د رسېدنې ریاست کې لا ښه والی راوستی، څو د عدلي چارو اړوند قضیو ته سمه رسېدنه وشي.
عبدالله عبدالله نشهیې توکو سره د مبارزې او همدا ډول په نشهیې توکو د روږدو په اړه وايي، افغانستان له یو ډېر ورانونکي ننګونې سره مخ دی چې له ناامنۍ او جګړې سره یې مرسته کړې ده.