Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پروان ولایت کې سېلابونو یو تن وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي

د پروان ځايي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) وايي چې د دغه ولایت په جبل‎السراج ولسوالۍ کې یو ته د سېلابونو د راتلو له امله وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي زیاتوي چې د سالنګ لویه لار هم د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د پروان سیمه‎يیز چارواکي وايي چې دغه سېلابونه د یکشنبې پر شپه د جبل‎السراج ولسوالۍ د تاجکانو سیمه کې د سالنګ لویې لارې په څلور کیلومټرۍ کې راوتلي دي.

د جبل‎السراج ولسوال سیف‎الله بیدار وايي چې دغو سېلابونو  د سیمې اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

بلخوا د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې چارواکي وايي چې د سالنګ لویې لارې په څلور کیلومټري واټن کې د سېلابونو راتلل د دې لامل شوي چې دغه لویه لار وتړل شي او د هغه د پرانیستو لپاره هڅې دوام لري. 

شریک یي کړئ