د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست کارکوونکو، په پروان ولایت کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو زېرمه کشف کړې ده.
دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې نن له غرمې وروسته رسنیو ته استول شوې ده وايي چې دغه زېرمه د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې کشف او شنډه کړل شوې ده.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي:«طالب ترهګرۍ ډلې هوډ درلود، د بګرام د هوايي ډګر د په نښه کولو او همدارنګه په پروان، کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ترهګریزو بریدونو په منظور له دغې زېرمې په ګټې واخلي.»
د دغې خبرپاڼې په بنسټ، د ډيسي توپ ۱۴ مرمۍ، د الوتکې درې توغندي، ۵ د هاوان مرمۍ، ۱۰ فیره نارنجک اچوونکي مرمۍ، ۶ دانې د بي ام یک سرګلولې، او همدارنګه یو زر او ۱۵۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریټ چې ترهګرې ډلې له هغه څخه د ماینونو په جوړولو کې کاراخلي، له هغو مهماتو څخه دي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د کارکوونکو لاسته لوېدلي دي.