Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

‏خوست او پروان کې پر لمونځ کوونکو برید؛ ۱۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ

د پروان امنیه قومندان هارون مبارز وايي چې د دغه ولایت پر یوه جومات د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې اوه تنه شهیدان شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا دغه پېښه څو شېبې مخکې د چاریکار ښار په اړوند سیمه خلازيي کې شوې ده.

د پروان امنیه قومندان وايي چې داغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو طالبانو ویلي دي چې دولتي ځواکونه د دغو ډزو مسوول ګڼي.

په همدې حال کې خوست کې پر لمونځ کوونکو برید کې ۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي دی.

د خوست والي، حلیم فدايي هم وايي:«د خوست صبریو ولسوالۍ اړوند ګورچکو  کلي کې د تراويح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله والو مخالفینو  برید کړی، چې له امله یې  درې تنه شهيدان شوي او یو تن ماشوم چې د پلار سره تراویحو ته تللی وو یې ټپي کړې دی.»

د خوست پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

طالبانو د پروان پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دولتي ځواکونو کار دی.

Thumbnail

د پروان امنیه قومندان هارون مبارز وايي چې د دغه ولایت پر یوه جومات د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې اوه تنه شهیدان شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا دغه پېښه څو شېبې مخکې د چاریکار ښار په اړوند سیمه خلازيي کې شوې ده.

د پروان امنیه قومندان وايي چې داغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو طالبانو ویلي دي چې دولتي ځواکونه د دغو ډزو مسوول ګڼي.

په همدې حال کې خوست کې پر لمونځ کوونکو برید کې ۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي دی.

د خوست والي، حلیم فدايي هم وايي:«د خوست صبریو ولسوالۍ اړوند ګورچکو  کلي کې د تراويح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله والو مخالفینو  برید کړی، چې له امله یې  درې تنه شهيدان شوي او یو تن ماشوم چې د پلار سره تراویحو ته تللی وو یې ټپي کړې دی.»

د خوست پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه