Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښنې

یو ځوان ادعا لري چې د اختر په درېیمه ورځ وسله والو کسانو موټر یې درولی او پر دوه وروڼو یې ډزې کړې دي.

دا پېښه د اختر د درېیمې ورځې غرمه مهال د کارته پروان په سیمه کې هغه مهال کله چې غورځنګ له خپلو دوو وروڼو او یوه خپلوان سره غوښتل د تفریح لپاره له کارته سې څخه د پروان چاریکار ته ولاړ شي رامنځته شوه.

غورځنګ وویل:«د کانټیننټل هوټل څنګ ته دوه سرکه چې پورته تللی چې په اغلب ګمان سره د دولسمې حوزې اړوند کېږي؛ په یوې کوڅه کې ولاړو څلور پنځه تنه وو د موټر په وړاندې ودرېدل او مرمۍ یې تېر کړه.»

میوند زرمتی چې په دغې پېښه کې وژل شوی ۳۲ کلن و، هغه په مهندسۍ کې ماسټري لرله او کابل کې د جاپان سفارت کارکوونکی. هغه نن خاورو ته وسپارل شو.

خو د میوند مشر ورور ۳۶ کلن عثمان چې په دغه برید کې ټپي شوی، ډاکټر دی.

د دغه ځوان خپلوان له حکومته غواړي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي.

د میوند له خپلوانو کابل خان تدبیر څرګندوي:«په مخ کې یې درېږي کله چې د دوی موټر دروي توپانچه راباسي؛ کله چې دوی مقاومت کوي، غله ډزې کوي او میوند شهیدېږي.»

د دغې کورنۍ غړي وايي هغوی له هېچا سره دښمني نه لرله.

د میوند له خپلوانو محمد نعیم نوري هم وايي:«له امنیتي بنسټونو غواړو چې ژر ترژره د دغې پېښې عاملان پيدا او هغوی ته سزا ورکړي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی هڅه کوي د دغې پېښې عاملان ونیسي او تر هغې چې د پېښې عاملان ونه نیول شي نه شي کولای د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څه ووايي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه