Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا له کبله د چاپېریال ساتنې ادارې ګواښ

د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي اداره که‎څه هم وايي چې د پلازمېنې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې، خو تراوسه هم د اندېښنې وړ ده.

دغه اداره ټینګار کوي چې اړتیا ده ترڅو د کابل د هوا د ککړتیا د کموالي لپاره په جدي توګه کار وشي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې حرفه‎يي مرستیال غلام محمد ملک یار په دې اړه وویل:«د کابل ښار ډېری ککړتیا، فعلاً معلق او ځوړند ذرات جوړ وي؛ په ځانګړې توګه د ژمني په فصل کې، له یوې خوا یو طبیعي بدلون رامنځته کېږي او له بلخوا، د ګهیځ او شپې له خوا هغه ذرات چې په هوا کې خپرېږي پیدا کېږي، او درنېږي او کله یې چې وزن واخیست، تنفسي ساحې ته راځي چې ډېری خلک اغېزمن کوي.»

د ټیټ کیفیته سونګ توکو څخه ګټنه او غیرمعیاري سړکونه، د کابل په ژمي کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

۲۵ کلنه رخسار وايي هغه اړه ده چې هره ورځ کله چې کار ته ځي د لارې په اوږدو کې له ماسک څخه استفاده وکړي ترڅو د هوا د ککړتیا له زیانونو څخه خوندي وي.

په وروستیو کلونو کې د هوا ککړتیا په هېواد کې جدي اندېښنه ده.

هغسې چې د هېواد سزایي کوډ کې ۴۴ مادې د چاپېریال ساتنې جرمونو ته ځانګړې شوي.

د سزایي کوډ د مادو پر بنسټ، هغه کسان چې ککړونکي موادونه  په اوبو خاورو او هوا کې په یوه ډول کار واخلي چې ژوندي موجوداتو او ودانیو ته ضرر ورسوي او یا هم روحي او جسمي زیان ورته ورسېږي، د چاپېریال ساتنې مجرمین ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ