Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پکتیکا کې د یوې چاودنې په ترڅ کې درې تنه وژل شوي

د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د یو پولیس په ګډون شپږ کسه نور ټپیان شوي دي.

د یحیی خیلو ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد رضا پاچا وایي، وايي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د یحیي خېلو ولسوالۍ په یوه بازار کې چاودنه وکړه.

خو یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په دغې چاودنه کې، د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ټپيان شوي دي. دغه سرچینه زیاتوي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او پېښې ته نېږدې هټیو او ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل او هلمند کې د څو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ