Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو زیاتوالی

په کابل کې د ماشومانو د صحت روغتون چارواکي وايي ۳۰ سلنه هغه ماشومان چې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي، د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي ناروغو اخته دي.

د دغه روغتون مشر د ژمي په فصل کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي په حال کې بولي او وايي چې د ورځې تر زر ماشومان د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړل کېږي.

د ماشومانو د صحت د اندراګاندي روغتون د مراقبونو د څانګې مسوول محمد موسي قانع وویل:«موسومي ناروغۍ زښته زیاتې دي. په هغو بسټرونو کې چې د یوه ناروغ لپاره دي، موږ تر ۶ ماشومان ځای پر ځای کړي دي.»  

نسرین چې خپل لس میاشتنی ماشوم دغه روغتون ته راوستی وايي چې د ماشوم شش یې مکروبي شوی دی.

د کابل اوسېدونکې نسرین زیاته کړه:«د هغه د شش یوه خوا میکروبي شوې او د هوا اغېزه ده. همدا چې هغه ته هوا ورسېږي حالت یې خرابېږي.»

د اندراګاندي روغتون رییس وايي چې د هوا له سوړوالي، له غیرمعیاري سونګ توکو ډېر کار اخیستل کېږي، هغه څه چې د هوا د ککړتیا او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

د اندراګاندي ماشوم صحت روغتون مشر نورالحق یوسفزي وویل:«د هوا له سوړوالي سره د سینه او بغل او تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي او په ټول کې د ورځې ۶۰۰ تر زرو ماشومان دغه روغتون ته مراجعه کوي.»

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د دغه بنسټ د تېرو دوه ورځو څېړنې ښيي هغه ذرې چې په هوا کې معلقې دي د کابل ښار په ځینو برخو کې تر پنځه سوه پي پي ام پورې کم شوي دي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق په ډاګه کړه:«په هوا کې د دغو معلقو ذرو شتون په تېرو کلونو کې ډېر وو په یو مټر مکعب هوا کې یو زرو او ۵۰۰ پي پي ام ته رسېدل، خو دوه ورځې وړاندې زموږ نوې څېړنه کې چې هوا مو وازمویله په یو مټر مکعب هوا کې د معلقو ذرو شتون ۴ تر ۵ سوه پي پي ام ته رسېدلي دي.»

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې دغه اداره د هوا د ککړتیا د کموالي لپاره ځينې پروګرامونه په لاس کې لري او په تازه ګۍ سره د کابل ښاروالۍ  په همکارۍ سره پر موټرو کار پيل شوی ترڅو هغه موټر چې زاړه دي او د هوا د ککړتیا لامل کېږي له ښار څخه ویستل شي.

شریک یي کړئ