Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل ښار کې موټر چلوَنې ته د ښځو لېوالتیا ده

کابل له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی او په یو شمېر سرکونو کې ترافیکي څراغونه هم کار نه کوي، په د اسې ځای کې موټر  چلول آسانه کار نه دی، خو که مېرمنې وغواړي چې موټر وچلوي، نو د خلکو لخوا زوروَنه بله ستونزه ده.

په همدې حال کې یو شمېر مېرمنې چې موټر لري او په کابل ښار کې یې چلوي وايي د موټر چلوونکو ښځو شمېر زیاتوالي سره اوس خلکو  ته د ښځو لخوا موټر چلول عجیبه خبره نه ښکاري او دا ستونزه ورځ تربلې مخ په کمېدو ده.

صنم ویسي له ټولنیزو محدودیتونو سره سره له خپلې کورنۍ سره له مشورې وروسته پنځه کاله مخکې موټر چلول زده کړل او لایسنس یې واخیست. نوموړې له پنځو کلونو راهیسې پوهنتون او د کار دفتر ته په خپله موټر چلوي.

خو په کابل کې د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اعشارو کمښت د ټولو موټر چلوونکو لپاره سرخوږی دی.

صنم وايي:«د ترافیکي اشارو نشتوالی لویه ستونزه ده، او په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه هم زیاته وي.‎»

اخوا حنیفه نظري نه یوازې د کابل په واټونو کې د موټر چلولو اووه کلنه تجربه لري، بلکې هغې څه باندې لس کاله په یو شمېر کلیوالي سیمو کې هم موټر چلولی دی. حنیفه وايي په لومړیو کې یې په وړاندې غبرګونونه منفي وو، خو اوس داسې نه دي.

آغلې نظري زیاتوي:«مېرمنې تر ډېره هڅه کوې چې د موټر چلونې پرمهال ستونزې په خپله هوارې کړي. »

په همدې حال کې د کابل د ترافیکو ریاست وايي روان لمریز کال کې ۱۸۰ ښځو په کابل کې د موټرچلوَنې جواز اخیستی دی.

د کابل د ترافیکو ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال کې ۱۸۰ ښځو په کابل کې د موټرچلوَنې جواز اخیستی دی

شریک یي کړئ