Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د افغان – ترک د نجونو پر لېسې د امنیتي ځواکونو یرغل

امنیتي ځواکونو نن ماښام د کابل په تایمني سیمه کې د افغان ترک د نجونو پر لېسې یرغل کړی او دغه ښوونځي یې کلابند کړی دی.

د دغه ښوونځي د زده کوونکو کورنۍ وايي، امنیتي ځواکونو دغه ښوونځي ته له ننوتو وروسته د نجونو شپه‎غالي (خوب‎ځاي) ته ننوتلي او درې زده کوونکې د امینتي ځواکونو له لیدو سره بې سده شوي دي.

په همدې حال کې د افغان ترک لیسې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان ترک د نجونو پر لېسې د امنیتي ځواکونو له خوا یرغل ته اشاره نه کوي، خو وايي چې د دغه ښوونځیو څلور ښوونکي چې درې یې ترکي وګړي او یو یې افغان دی نن د تایمني په سیمه کې نادرکه شوي دي.

په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغو ښوونکو غوښتل چې د شاه دو شمشیره په سیمه د افغان ترک لېسې ته ولاړ شي.

زده کوونکې وايي چې امنیتي ځواکونو د درې ساعتونو لپاره ښوونځی کلابند کړی وه او د نجونو په شپه‎غالي کې د هغوی حضور وېره او وحشت رامنځته کړی وه.

یوه زده کوونکې سمیه وايي:«دا تېری بلل کېږي، پر شخصي حریم تېری.یو افغان دا کار نه کوي، افغان څه یو مسلمان دا کار نه کوي. مسلمانوالی یې څه شو.»

بله زده کوونکې مرسل هم زیاته کړه:«زه ډېره ووېرېدم کله چې دلته راغلل ټولو وویل چې امنیت راغلی، دا ډېره بده ده چې د شپې دنجونو شپه‎غالي ته راشي.»

د دغې لېسې د زده کوونکو کورنۍ د امنیتي ځواکونو دا کار غندي او هغه ناقانوني بولي. دغه کورنۍ وايي چې امنیتي ځواکونو د افغان ترک لېسو ۴ ښوونکي له ځانه سره بیولي دي.

د افغان ترک ښوونځیو د کورنیو د ټولنې غړی یوسف پښتون وویل:«ملي امنیت نن کهیځ څلور هغه ښوونکي چې له دغه ښوونځي څخه د شاه دو شمشیره کې د افغان ترک ښوونځي ته تلل په لاره کې نیول شوي دي. موږ ته خبر راکړل شو چې دوی تښتول شوي دي موږ فکر کاوه چې د هېواد دښمن دا کار کړی، خو څو ساعته وروسته روښانه شوه چې ملي امنیت دوی بیولي دي.»

د افغان ترک د ښوونځیو د کورنیو د ټولنې بل غړی صدیق الله توحيدي هم څرګنده کړه:«د محکمې د حکم څخه پرته د کوم امر د کوم مقام پر بنسټ دوی یوه ملکي او د نجونو خوب‎ځای ته ننوځي چې په بشپړه توګه ناقانوني ده.»

د ترکیې حکومت د دغه هېواد له ناکامې کودتا څخه وروسته له افغان حکومته وغوښتل ترڅو د دغو ښوونځيو مدیریت ترکیې ته وسپاري، ځکه چې د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دا ښوونځي مشريح الله ګولن، هغه کس چې د ترکیې هېواد له خوا د دغې کودتا پر پلانولو تورن دی کېږي او له ترهګرۍ سره تړاو لري.

خو په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو چارواکو، د دغو ښوونځیو کورنیو او همدارنګه د افغان ترک لېسې زده کوونکو د دغې ادعا له ردولو سره وايي چې دغه ښوونځي له ترهګرۍ سره هېڅ ډول اړیکه نه‎لري او تراوسه نه داسې کومه نښه لیدل شوې چې د ترکیې حکومت ادعا ثابته کړي.

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځي له هغو معیاري ښوونځيو څخه دي چې زده‎کوونکي له نړیوالو معیارونو سره روزي.

شریک یي کړئ