Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۲۰ تنه مړه او ۳۵ ټپيان؛ د امام زمان پر جومات برید پای ته ورسېد

د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د وسله‎والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کابو له ۴ ساعته وروسته پای ته ورسېده.

نن جمعه (د وږي ۳ مه) له غرمې وروسته د یوې نیمې بجې په شاو خوا کې د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د امام الزمان پر جومات وسله والو کسانو برید کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې، څه باندې ۲۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او شاهدان طلوع نیوز ته وايي چې یوه ځانمرګي خپلو چاودېدونکو توکو ته د ننه په جومات کې چاودونه ورکړه او ډم‎ګړۍ په سیمه کې د ډزو غږ اورېدل کېږي.

د دغې پېښې شاهدان زیاتوي چې بریدګرو لومړۍ د دغه جومات پر ساتونکي ډزې وکړې او دننه په جومات کې پر ولسي وګړو یې هم لاسي بمونه ګوزار کړي دي او ځينې نور لمونځ کوونکي یې برمته نیولي دي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې له داراز بریدونو سره هغوی نه شي کولای د افغانستان د خلکو ترمنځ بې انتفاقي رامنځته کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغانستان د ملت ترمنځ د مذهبي یووالي او یوبل منل د اسلامي هېوادونو په کچه یوه بېلګه ده چې هېڅ جریان د ترهګریزو کړونو په ترسره کولو سره دغه یووالي ته زیان نه شي رسولای.افغان حکومت د اسلام نړۍ له عالمانو غواړي چې د دین ځپوونکو اقداماتو او ترهګرو په وړاندې خپل کرکه څرګنده کړي ترڅو مسلمانان په امن چاپېریال کې خپل عبادت وکړي.»

ولسمشر غني ویلي دي:«ماته خوړونکي ترهګر، هېڅکله نه‎شي کولای د داشان ناوړه او د بشر ضد بریدونو په ترسره کولو سر، خپلو شومو موخو ته ورسېږي. هغوی باید پوه شي چې په هر ځای کې به د دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شي او د تل لپاره به له منځه ولاړ شي.»

د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز د پېښې له سیمې څخه خبر ورکوي چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم لیدل کېږي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش طلوع نیوز ته وویل چې د بریدګرو شمېر څلور کسه وه  او د هغه درې تنه دننه په جومات کې دي. هغه ټینګار کوي چې د پولیسو د ځانګړو قطعو ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي. هغه زیاتوي چې په دغه پېښه کې، څلور تنه پولیس چې د دغې سیمې د امنیت مسوولیت یې په غاړه درلود د هغوی دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي. خو ښاغلی دانش د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ