Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د ایران سفیر له طالبانو څخه د خپل د هېواد ملاتړ رد کړ

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وايي چې ایران له هېڅ ترهګرې ډلې څخه ملاتړ نه کوي او له دغې ډلې څخه ملاتړ د ایران او د سیمې لپاره هېڅ ګټوره نه ده.

په کابل کې د ایران سفیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې طالبان او نورې ترهګرې ډلی په سیمه کې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ تولید وسیله بولي او څرګند وي چې دغه ډله د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه چې هېواد یې په هېڅ ډول له دغې ترهګرې ډلې څخه ملاتړ و نه کړي.

په کابل کې د ایران سفیر څرګنده کړه: "ایران او طالبان هېڅ اړیکه نه‎لري؛د ایران په امنیتي تګلارې کې له ترهګرو ډلو سره هېڅ پیوستون تعریف شوی نه دی او له دغې ډلې سره اړیکه د ایران،سیمې او له سیمې څخه بهر په زیان تمامېږي".

بهرامي زیاته کړه: "موږ له افغانستان سره زر کیلومټره ګډه پوله لرو او زموږ په امنیتي تګلاره کې د افغانستان له مرکزي دولت څخه ملاتړ او پراختیا شتون لري.موږ له دغې ډلې څخه ملاتړ نه کوو".

په کابل کې د ايران سفير وايي هره توندلارې ښکارنده د سيمې لپاره جدي ګواښ دی له همدې امله بايد د سيمې هېوادونه له افغان دولت څخه ملاتړ وکړي.

دغه ایراني ډېپلماټ روښانه کړه: "له دغو ډلو او د توندلارو جریانونو سره کار کول چې د سیمې هېڅ واکمنۍ ته ژمنه او تړاو نه لري ښې پایلې نه لري او ما موږ حاضر نه یوو چې دغې موضوع ته ننوځو. هر توندلاری خوځښت د سیمې لپاره ګواښ دی".

بهرامي د وال استریټ ژورنال د څو ورځو مخکې رپوټ چې په افغانستان کې د داعش سره د مخامخ کېدو لپاره د ایران له خوا د طالبانو تمویل بې بنسټه او غیر منطقي وباله.

هغه زیاته کړه:"له دغه رپوټ څخه د یوه ستر ګواښ لپاره د دې په اړه چې د ایران او د ۵+۱ ډلې سره د اټومي بټۍ د راتلونکي هوکړې چې د ایران د پیسو د آزادۍ لامل کېږي او په پایله کې داسې تعبیر لري چې اصلي موخه ده.دا له خالي او غیر منطقي سوریو سره هغه داستان دی چې قانع کوونکې نه ده،چې بنسټیزې نیوکې لري او له دغې موضوع سره باید په دقت چلند وشي خو دغه رپوټ مستند نه دی او ادعا ده".

له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي چې له طالبانو څخه د ايران د ملاتړ يادونه شوې ده، خو د ايران سفير دغه رپوټونه بې بنسټه بولي او وايي تل يې د ترهګرو په وړاندې مقاومت کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وايي چې ایران له هېڅ ترهګرې ډلې څخه ملاتړ نه کوي او له دغې ډ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه