د کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي چې د جنايي جرمونو کچه خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده او وسلهوالې غلاوې،سړي تښتونې او موخه لرونکې وژنې د هغوی ژوند له ناخوالو سره مخ کړی دی.
یو کورنۍ چې د کابل په کوټې سنګي سیمه کې ژوند کوي وايي چې ناپېژانده وسلهوال د دغې کورنۍ په زوم پسې راغلي وو.
د کابل د کوټې سنګي سیمې اوسېدونکی عزت الله وویل:«ما د تومانچې له میل څخه ونیوه او زموږ شور لوړ شو او ګاونډیو فکر وکړ چې کومه معمولي خبره ده،خو کله چې ډز شو تېښته یې وکړه.»
د پلازمېنې هره څنډه د یو ډول جنايي جرمونو شاهده ده.د بېلګې په توګه،د کارته پروان په سیمه کې د وسلهوالو غلاوو څخه ستومانه شوي دي.
هټيوال داوود وویل:«په دې سیمه کې غلاوې زښته زیاتې دي.»
غله په داسې هټیو هم هیله نه کوي چې لېږه پانګه لري.
هټیوال لالا جان هم وايي:«کله چې ما مې هټۍ پرانیسته او ومې لیدل چې هېڅ نه دي پاتې. هغوی زما ټولې پیسې له ځان سره وړې وئ.»
د کابل نورې سیمې هم دې ته ورتې کیسې لري.احمد ثنا په قلعه موسی کې د خپلو خپلوانو کور ته راغلی وه چې غلو یې موټر پټ کړ.
هغه وویل:«ډوډۍ مې وخوړه او له ۱۰ دقیقو څخه وروسته کله چې بهر ته راووتم و مې لیدل چې موټر مې نشته.»
د دغې سیمې اوسېدونکي پولیس له دغو غلو سره په هملاسۍ تورنوي.
د قعله موسی اوسېدونکی حاجي عبدالحکیم څرګنده کړه:«درې ورځې وړاندې یو غل مو پولیسو ته تسلیم کړ او څو ورځې وروسته مې هغه په سیمه کې ولید.»
په دې لړ کې د کابل امنیه قومندان چې په دې وروستیو کې یې په کار پیل کړی ګواښ کوي کهچېرې په هرې امنیتي حوزه کې د جنايي جرمونو کچه کموالی پيدا نه کړي،د حوزې امران به په خپلو پوستو کې پاتې نه شي.
د کابل امنیه قومندان شاه حسین فروغ په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د پولیسو حوزو ته ویلي چې په هرې حوزه کې چې د جنايي جرمونو کچه کمه نه شي،د حوزې امر به نور په خپله دنده پاتې نهشي.»
د جنايي پېښو ترڅنګ،د کابل ښار په وروستیو اوونیو کې د ترهګریزو پېښو شاهد هم وه چې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون برید یې ستره بېلګه ده.