Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د تېرې یوې نیمې میاشتې په لړ کې تر ۳۰۰ شاوخوا کسان په کابل کې د جنايي پیښو په تور نیول شوي دي.

همداراز د پلازمینې اوسیدونکي وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له ماښام وروسته له کورونو ځکه نشي وتلای او وايي چېد وسله‎والو غلاو، جنایي پېښو او همدا راز وژنو له زیاتوالي اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکی، امین په دې اړه وايي:«زه د کابل په تایمني کې اوسېږم، د شپې له خوا تر ماښام وروسته څوک له کوره په ډاډه زړه نشي وتلای، ځکه هر خوا ته د موټرو تښتول او ویشتل ډېر شوي دي.»

نیوکه کېږي چې امنیتي ادارې د جنايي پيښو په مخنېوي کې پاتې راغلي او ورځ تر بلې په کابل ښار کې امنیتي اندیښنې ډېریدونکي دي.

د کابل خیرخانې اوسيدونکی، محمد سلیم څرګندوي:«زمونږ کور خیرخانه کې دی، مونږ هره ورځ د غلاوو او انسان ویشتونکو پیښو شاهدان یو او امنیتي ادارې هم خپل کار کې ناغیړي کوي.»

د کابل شاه شهید اوسېدونکی، علي رضا زیاتوي:«هره شپه شاه شهید کې یو کور غله لوټي، غیرې مسوول وسله‎وال او بې بندوبار خلک بیخي ډير شوي چې اصلي ستونزه همدوی جوړه کړې ده.»

بل لوري د کابل امنیه قوماندانۍ هم وايي چې له تېرې یو نیمې میاشتې راهیسې یې درې سوه کسان د یادو پیښو په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزی په دې اړه وايي:«تقریبا ۹۰ سلنه دغو پیښو ته مونږ رسیده ګي کړې ده، درې سوه کسان مو د جنایي پیښو، غلاو، نشه یي توکو او قتلونو په تور نیولي دي.»

دا اندیښنې داسې مهال دي چې د مالوماتو له مخې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې په کابل ښار کې ۸۲ موټرې تښتوول شوي چې چلوونکي یې وژل شوي هم دي.
 
په کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالی

د کابل ښار اوسېدونکي په دې وروستیو کې د جنایي پيښو، وسله‎والو غلاو او انسان وژنو له زیاتوالي اندېښمن دي

شریک یي کړئ