نن له غرمې مخکې د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې د رسنیو د قربانیانو په یاد د څلي ډبره د اجرايي رییس عبدالله عبدالله او د کابل ښاروالۍ د سرپرست عبدالله حبیب زي له خوا د کابل په «پل باغ عمومي» سیمه کې کېښودل شوه.
دا کړنه د طالبانو د ځانمرګي برید په ترڅ کې د موبي ګروپ رسنیزې ټولګې د کورنۍ د اوو غړو له دویم تلین سره هم مهاله ترسره کېږي چې په هغه کې لوړپوړو حکومتي چارواکو او د رسنیو فعالانو ګډون کړی وه.
په دغو مراسمو کې عبدالله عبدالله، د بیان ازادۍ په درشل کې د افغانستان نننۍ لاسته راوړنې په هېواد کې د رسنیو د قربانیو له امله بولي.
هغه زیاتوي:«هغه کسان چې، د علم، پوهنې او د انسانانو غږ چوپوي، د تاریخ په تورې پاڼه کې ځای لري.»
د ښاغلي عبدالله مخاطبان هغه ډلې دي چې د هغه په وینا، چې تل په افغانستان کې رسنۍ او ولسي وګړي په نښه کوي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، برعکس دغه ډلې «هغه کسان چې د «خلکو» د حقونو د دفاع په درشل کې، خپل ژوند بایلي او په دې لاره کې سرښندنې ته چمتو دي، هغوی د تاریخ په روښانه پاڼه کې ځای لري.»
له دې سره په ورته وخت کې، ښاغلي عبدالله د موبي ګروپ د رسنیزې ټولګې د قربانیانو له کورنۍ او خپلوانو سره چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو غم شریکي وکړه.
په دغه برید کې د موبي ګروپ ۷ تنه کار کوونکي ووژل شول او د دغه برید پړه هم طالبانو منلې ده.
دغه برید دوه کاله مخکې، د چهارشنبې پر ماښام، د ۱۳۹۴ کال د مرغومې په ۳۰ مه د کابل په دارالامان سړک کې رامنځته شو.
اجرايي رییس وايي چې رسنیو له دغه برید وروسته د اطلا رسونې او بیان ازادۍ د پیاوړتیا لپاره روښانه تګلاره خپله کړه. هغه همدارنګه ژمنه کوي چې حکومت د بیان ازادۍ او رسنیو د ملاتړ په درشل کې، د افغانستان د خلکو ترڅنګ به ودرېږي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، د بیان ازادۍ د قربانیانو یادغونډه« د هغو کسانو په زړه کې ټپ دی چې غواړي د خلکو غږ چوپ کړي.» هغه وايي چې د رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی هېڅ ډول توجیه نهلري.