د کابل د پولیسو چارواکي د دې پخلی کوي چې د چهارشنبې پر ګهیځ (د زمري په ۴ مه) په کابل ښار کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د ملي امنیت څلور ځواکونه وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله وايي چې یو ځانمرګي بریدګر د پنجشنبې پر ګهیځ د ملي امنیت ځواکونو د صفر یک قطعه یې د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړه سیمې د کمپنۍ د باغ داوود په سیمه کې په نښه کړه.
هغه زیاتوي په دغه برید کې د ملي امنیت ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.
د طلوع نیوز خبریال ګلاب الدین غبار وايي چې په دغه برید کې ډېریو هټیو او کورونو ته زیان رسېدلی او دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت د صفر یک قطعې ځواکونه له دغې سیمې تېرېدل.
هغه زیاته کړه چې سیمه له څلورو ساعتونو وروسته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
په همدې حال کې طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.