نن د یوې بجې په شاوخوا کې یو ځانمرګي بریدګر چې چاودېدونکي توکي یې په یوه ژغورنګاډي (امبولانس) کې ځای پر ځای کړي وه، په کابل ښار کې د جمهوریت روغتون تهڅېرمه چاودنه ورکړه.
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح په دغه برید کې د ۹۵ تنو د وژل کېدو او د څه باندې ۱۶۳ تنو له ټپي کېدو پخلی کوي.
اخوا بیا له دغه برید څلور ساعته وروسته د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو ویاندویانو په کابل کې د یو خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۵۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسماعیل کاووسي طلوع نیوز ته وايي چې په دغه برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او کابو ۱۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
له دې وړاندې د کابل ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي وو چې د دغې پېښې څه باندې ۵۰ ټپیان یوازې دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي طلوع نیوز ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر له یوه امبولانس څخه استفاده کړې ده:«بریدګر له امبولانس موټر څخه په استفادې ځان یې دلته رارسولی وه چې ګواکې مریض لري او ناروغ روغتون ته لېږدوي.»
د رحیمي په وینا، ځانمرګی بریدګر توانېدلی وه چې له لومړني څېړنځای (تلاشۍ) څخه تېر شي خو کله چې په دیم څېړنځای کې د امنیتي ځواکونو له خوا پېژندل کېږي، خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.