یو شمېر سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې دوه بریدګرو د په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي پر کور برید کړی دی.
د دغې سرچینې په وینا،دغه بریدګر د نومړوي کور ته ننوتي او د هغوی یو تن خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې د دغه استازي دوه لمسیان او دوه ساتونکي او همدارنګه د ارزګان د خلکو د استازي عبیدالله بارکزي زوی وژل شوي دي.
د طلوع نیوز خبریال کریم امیني،چې د پېښې له سیمې څخه رپوټ ورکوي وايي چې د دغه استازي د کورنۍ غړي او یو شممېر مېلمانه دننه په کور کې دي او د سرچینې په وینا چې یو دغه بریدګر هغوی برمته نیولي دي او خال خال ډزې کوي.