د کابل په کارتې پروان سیمه کې د چهارشنبې په ماښام د پولیسو او وسلهوالو غلو ترمنځ په نښته کې ی د ښاروالۍ یو پخوانی کارکوونکی او د پولیسو دوه سرتېري وژل شوي دي.
بل خوا په دغه نښته کې د پولیسو د پنځو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی هم شوی دی. اخوا د کابل امنیه قومندانۍ وایي، د یادو وسلهوالو غلو د نیولو هڅې روانې دي.
د کابل امینه قومندان داوود امین په دې اړه وویل:«پولیسو د دوی په تعقیب کې دي. ورته لار ښوونه شوې کله چې غل ولید او مقاومت کوي باید ووژل شي.»
د کابل امنیه قوماندان وايي ، وسله وال غله سلګونه مرمۍ فیر کړي دي او بالاخره د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
اخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي پولیس د دغه پېښو په مخنیوي کې په ناتوانۍ تورنوي.
د کارته پروان اوسېدونکی محمد مرتضي په دې اړه وویل:«حکومت توان لري. کهچېرې دولت اقدام وکړي دا غله چې د بهارستان په سیمه یا کابل ښار کې وي ژر تر ژره ورکوي.»
د دغې سیمې بل اوسېدونکی اسدالله هم زیاتوي:«هغه وضعیت چې تېره شپه تېر شو موږ هېڅ کله دا حالت نه وو لیدلی ډېر وحشت وه ډېر ووېرېدو.»
خو وسلهوال کسان څه ډول له څارځایونو تېرېږي او بیا وسلهوال برید کوي.؟
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«ټول هغه کسان او له هر چا سره چې اړیکه ولري، څه له زورواکو، او یا هم له دولتي مسوولینو سره دا کسان په ګوته کېږي او نیول کېږي.»
دغه راز، د کابل پولیس وايي، د ټاکنو لپاره د نوملیکنې له پيله دوی تر ډېره د ټاکنو د مرکزونو امنیت خوندیتوب تر څار لاندې و چې مجرمینو له دې وخته پرګټنې په دغسې جنایتونو لاس پورې کړ.