Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د ځانمرګي بریدونو په اړه غبرګونونه

د کابل په شش درک سیمه کې دوو پرله پسې ځانمرګو بریدونو چې په کې ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۴۹ نور ټپیان شول، له ځانه سره سخت غبرګونونه درلودل.

ولسمشر غني دا بریدونه جنګي جنایتونه بللي او ټینګار یې کړی چې «پر ملکي وګړو او  خبریالانو برید نه بښونکی جنایت دی» 

ښاغلي غني زیاته کړې ده:«ازادي د خلکو او حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، په ټول توان به د دغې لاسته راوړنې او ارزښت ساتنه وشي.»

په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د بریدونو په غندلو سره زیاته کړې ده:«دا ډول بریدونه ښیې چې طالبان او د دوی په څېر ډلې د افغانستان خلکو سره دښمني لري او له همدې کبله پر هېڅ قشر رحم نه کوي.»

له بلې خوا افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت وايي چې رسنیو ته ګواښ په دې مانا دی چې نور بشري حقونه هم تر ګواښ لاندې دي، خو امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان خلکو ترڅنګ وي

د ناټو غوڅ ملاتړ هم ژمنه کړې چې د افغانستان خلکو ترڅنګ به وي او له ترهګرو سره به مبارزه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

دوی زیاته کړې ده چې ترهګر په داسې بریدونو سره نشي کولی چې بریالي شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون هم دا برید غندلی او په اعلامیه کې یې راغلي چې د ملکیانو او خبریالانو په نښه کول وحشیانه، غیر انساني او غیر قانوني عمل دی او د ملکیانو وژنه د اسلام دین د احکام په خلاف دی.
 
افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت وايي چې رسنیو ته ګواښ په دې مانا دی چې نور بشري حقونه هم تر ګواښ لاندې دي

شریک یي کړئ