د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه سرکاریز کې د یوې چاودنې په ترڅ کې، د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې له ځایه د طلوع نیوز خبریاله نرګس موسوي وايي چې دغه چاودنه د اجرايیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې شوې ده.
تراوسه د دغې چاودنې اصلي علت مالوم نه دی او امنیتي چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دغې چاودنه کې درې موټر ویجاړ شوي او د څېړنې ډله هم سیمې ته رسېدلې ده.
د دغه خبر بشپړ جزییات وروسته وړاندې کېږي.