Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې لاریون کوونکي د امنیتي چارواکو د کوښه کېدو غوښتنه کوي

یو شمېر کابلیان او د مدني ټولنې ځینې غړيو په یوه لاریوني غونډه کې سره راغونډ شوي او له امنیتي چارواکو په ځانګړې توګه د ملي امنیت له سلاکار، د ملي امنیت له رییس، د کورنیو چارو له وزیر او د کابل د امنیه قومندان څخه غواړي چې له خپلو دندو کوښه شي.

دغه لاریون کوونکي نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۱۱ مه) د تېرې ورځې د چاودنې په ځای کې د کابل د زنبق په څلور لاره کې سره راغونډ او نوموړي چارواکي یې په بې کفایتۍ تورن کړي.

له دې سره په ورته وخت کې ولسمشر د حقاني ډلې او طالبانو د ۱۱ غړو د اعدام حکم صادر کړی خو انس حقاني په‎کې نشته. دغه اعتراض کونکي نورې غوښتنې هم لري.

د مدني ټولنې غړې شهباء شاهرخي په دې اړه وویل:«غواړو چې په امنیتي بنسټونو کې بدلونونه راشي او هغه کسان چې د دغې پېښې اصلي عاملان دي په سزا ورسېږي.»

اعتراض کوونکي پر هغو کسانو هم نیوکه کوي چې طالبانو ته وروڼه وايي.

د مدني ټولنې فعاله راحله جعفري وايي:«له ښاغلي کرزي او حکمتیار او له ټولو هغو کسانو څخه چې طالبانو ته ورور وايي،نن هم کولای شي هغوی ته وروڼه ووايي؟»

یو بل له دغو لاریون کوونکو څخه عبدالفرید اریايي هم څرګنده کړه:«موږ د څه لپاره امنیتي ځواکونه روزو. دوی چې خپل ځانونه فدا کوي،څوک دي؟زما زوی دی؛ستا ورور دی!ولې زموږ په خاوره کې داسې وینه تویونه وي؟»

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت وایي له دې پېښې وروسته د پولیسو د درېیو افسرانو دندې ځنډول شوې، کابل ښاریان وايي حکومت د نیوکو د مخنیوي لپاره تل دغه راز ننداریز کارونه کوي.

یو شمېر هېوادوال او د مدني ټولنې فعالان د تېرې ورځې د برید په ځای کې سره راغونډ شوي، له امنیتي چارواکو څخه غواړي چې د داراز بریدونو په مخنیوي کې له ناکامېدو،له خپلو دندو کوښه شي.

شریک یي کړئ