Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې نن د ټيد اکس دويمه نړيواله غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې يو شمير تکړه او کارپوه ځوانانو د هيواد د بريا لپاره خپلې اقتصادي، سياسي او ټولنيزي تجربې د غونډې له ګډونوالو سره شريکي کړې. دا ځل ددې غونډې اصلي موخه د خلکو د ښې راتلونکې لپاره د هيلو رامنځ ته کول دي.

دا د تیداکس دوهمه نړيواله غونډه ده چې په کابل کې جوړيږي، د افغانستان په اړه مثبت انځور او په هيواد کې بري ته د رسيدو لپاره په خلکو کې د هيلو راټوکيدل د دې غونډې اصلي بحثونه دي.

ځوانان او د بيلابيلو برخو زيات شمير فعالين په دغه غونډه کې راټول شوي ترڅو خپلې تجربې او په هيواد کې له ستونزو د خلاصون د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه مطرح کړي. د افغانستان د ستراتیژیکو زده کړو د مرکز غړی، ریچارډ قیاسي وايي:«په تصميم نيولو کې د دولت کړنې کولاي شي د خلکو ژوند ته ثبات، ښکلا او امنيت ورپه برخه کړي دا همداراز د يوه دولت هنر او دنده ده چې په سمه توګه د سرچينو ظرفيت جوړونه او مديريت ترسره کړي.»

له سياست څخه تر ټاکنو او موسيقۍ پورې ددې غونډې ډيری ګډون کونکي په هيواد کې د پرمختګونو خبره کوي په داسې حال کې چې دغه پرمختګونه ظاهرا په سختۍ ترلاسه شوي دي.

د ملي امنیت پخوانۍ ریس، امرالله صالح وايي:«موږ ډير بدلون رامنځته کړی، ۲۰۱۴ کال به د ۱۹۸۹ کال په شان نشي، کابل به ترکلابندې لاندې ښار نه وي او زموږ د پوځ نظم به ګډوډ نشي.»

موسیقۍ د ملي انستیتوت موسس، احمد سرمست وايي:«حاضردمه ځوانانو ته د موسیقۍ د زده کړې لار هواره شوې او ځوانان په ډیره مینه او لیوالتیا سره دلته راځي.» ځوانان هم په دغه ناسته کې پراخ رول لري، ځکه په تيرو څو کلونو کې په بيلابيلو برخو کې ډيری لاس ته راوړنې د ټولنې په دې پرګنې پورې اړوند ګڼل کيږي.

د تيدايکس نړيواله غونډه چې په بيلابيلو هيوادونو کې د مختلفو مسلو په اړه جوړيږي ددوهم ځل لپاره هم د ځوانانو او د زيات شمير کابل ښاريانو له هرکلي سره مخامخ شوه.

په دې غونډه کې يو شمير تکړه او کارپوه ځوانانو د هيواد د بريا لپاره خپلې اقتصادي، سياسي او ټولنيزي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه