Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې په مرموزه توګه د یوې کورنۍ د ۱۰ غړو وژل کېدل

تېره شپه (جمعه د لیندۍ ۱۸ مه) د یوې بجې په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د پنځلسمې حوزې په اړوند پنج‎صد فامیلي سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په مرموزه توګه وژل شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې ۴ بریدګرو د پولیسو له جامو په استفادې سره،د شپې پرمهال په دغې کورنۍ برید کړی دی.

شاهدان او د دغې کورنۍ خپلوان او ګاونډیان وايي چې د وژل شویو په منځ کې ۴ ښځې، ۴ ماشومان او ۲ سړي دي.

د دغې کورنۍ خپلوان طلوع نیوز ته وايي چې بریدګرو له دغې کورنۍ سره د کور ګروۍ پر سر دعوه لرله او موده وړاندې د دغو بریدګرو له ډلې یو تن یې د پولیسو له خوا نیول شوی وه.

امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغې کورنۍ خپلوان او ګاونډیان وايي چې د وژل شویو په منځ کې ۴ ښځې او ۴ ماشومان او ۲ سړي شامل دي.

Thumbnail

تېره شپه (جمعه د لیندۍ ۱۸ مه) د یوې بجې په شاوخوا کې د کابل د پولیسو د پنځلسمې حوزې په اړوند پنج‎صد فامیلي سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په مرموزه توګه وژل شوي دي.

د پېښې شاهدان وايي چې ۴ بریدګرو د پولیسو له جامو په استفادې سره،د شپې پرمهال په دغې کورنۍ برید کړی دی.

شاهدان او د دغې کورنۍ خپلوان او ګاونډیان وايي چې د وژل شویو په منځ کې ۴ ښځې، ۴ ماشومان او ۲ سړي دي.

د دغې کورنۍ خپلوان طلوع نیوز ته وايي چې بریدګرو له دغې کورنۍ سره د کور ګروۍ پر سر دعوه لرله او موده وړاندې د دغو بریدګرو له ډلې یو تن یې د پولیسو له خوا نیول شوی وه.

امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه