د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی رفیع الله ګل افغان تېر ماښام (شنبې د کب په ۵ مه) د کابل ښار د خیرخانې د سرکوتل په سیمه کې د لېږد پر موټر یې د یوه وسلهوال د برید په ترڅ کې له خپلو دوه ساتونکو سره ووژل شو.
ښاغلی ګل افغان د کابل د قرهباغ ولسوالۍ اوسېدونکی او د جمعیت اسلامي یو له قومندانانو څخه وه.
تراوسه روښانه نه ده چې هغه د چا له خوا وژل شوی دی.
په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې د دغې ډلې کسانو ښاغلی ګل افغان ترور کړی دی.
طالبانو د مشرانو جرګې د پخواني مرستیال د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.