Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کردیز کې دځانمرګي برید په پایله کې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شول

د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې شېبه وړاندې، د دوه ځانمرګو بریدګرو چاودېدونکي توکي موخې ته له رسېدو وړاندې د دغه ولایت مرکز د ګردیز په لویه لاره کې وچاودېدل.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیم زی وايي چې دوه ځانمرګي بریدګر چې په یوه موټرسایکل سپاره وو، له هغې وروسته کله چې د پولیسو له خوا وپېژندل شول، ځانونو ته یې د کابل – ګردیز پر لویه لار چاودنه وکړه.

هغه زیاتوي چې د دغې پېښې په پایله کې ۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ښاغلی عبدالرحیم زی ټينګار کوي چې تراوسه روښانه نه ده چې دغو ځانمرګو بریدګرو د دغه ولایت پر کوم ځای د برید هوډ درلود.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.

امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ