Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې د څه باندې ۳۰ ترهګرو وژل او ټپي کېدل

ملي پوځ په کندز کې د نويو پوځي عملیاتو په لړ کې د څه باندې ۳۰ ترهګرو له وژل او ټپي کېدو څخه خبر ورکوي.

په کندز کې د پامیر ۲۰ فرقې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تراوسه په دغو عملیاتو کې د دغه ولایت  د بزکندهاري او حضرت سلطان سیمو په ګډون څو کلي د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې او څه باندې ۳۰ ترهګر وژل شوي دي.

که‎څه هم دولتي ځواکونه د کندز په مرکز او څو ولسوالیو کې حضور لري،خو د دغه ولایت د مرکز له شاوخوا څخه امنیتي ګواښونه لیرې شوي نه دي.

خو د پامیر ۲۰ فرقه په دغه ولایت کې د له لاسه وتلو سیمو په بېرته نیولو ټينګار کوي.

په همدې حال کې د کندز د پولیسو چارواکي ټينګار کوي،چې ترهګرو ته به هېڅ ډول اجازه ور نه کړي چې په خلکو ظلم وکړي.

له دې سره په ورته وخت کې د کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د جګړې او نښتو په ترڅ کې ولسي وګړو هم زیان لیدلی دی.

امنیتي ځواکونه په داسې حال کې په کندز کې د له لاسه وتلو سیمو په بېرته نیولو ټینګار کوي چې د کندز یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد د ژمنیو عملیاتو پر پځوالي نیوکه کوي.

شریک یي کړئ