Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندز کې لومړنۍ پرمختللې ښځينه نانوايي پرانیستل شوه

د دغې ښځينه نانوایۍ لګښت ۹۰۰ زره افغانۍ ښودل شوي چې د د المان د نړیوالو همکاریو بنسټ له خوا ورکړل شوي دي.

په دغې نانوایۍ کې پنځه تنه مېرمنې فعالیت لري.د کندز د ښځو چارو ریاست او د کرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي چې په داشان فعالیتونو کې د ښځو بوختېدل تر یوې کچې کولای شي چې په ټولنه کې د ښځو په وړاندې کرکه کمه کړي.

هغه پنځه ښځې چې په دغې نانوایۍ کې فعالیت لري هڅه کوي چې ټولنیز بندیزونه ماټ کړي او له دغې دندې سره ځان بساینې ته ورسېږي؛هغه هم د کندز په څېر ناامنه ښار کې چې دوه ځله د طالبانو د یرغل شاهد وه او ټو شته یې په جګړو کې له منځه ولاړل.

په دغې نانوایۍ کې په هر ساعت کې ۳۰۰ دانې ډوډ‌ۍ پخېږي.د دې ترڅنګه هغو د خپلو مشتریانو لپاره،منتو او نور خواړه چمتو کوي.

د المان د نړیوالو همکاریو بنسټ له خوا د دغه پروګرام تطبیق کوونکی سید کریم موسوي وايي:«د دغې نانوايۍ ټول لګښت تر ۹۰۰ زره افغانیو پورې دی.په دغې نانوایۍ کې په یوه ساعت کې ۳۰۰ دانې ډوډۍ پخېږي او همدارنګه کېک،سمبوسه،پیرکي او نور څيزونه هم چمتو کېږي.»

ټاکل شوې ده چې د دغې نانوایۍ دوه نورې څانګې هم د دغه ولایت په ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي.

په کندز کې د سوداګرو ښځو د ټولنې رییسه انیسه امید وايي:«هیله لرو چې سړي راشي او د دغه ځای له تولیداتو څخه وپېري ترڅو د کندز له ښځو سره مرسته وشي. د دغې نانوايۍ ټول توکو له ایران څخه پېرل شوي دي.موږ ډېر خوشحاله یوو چې دا شان زړورې ښځې کار کوي.»

د کندز د ښځو چارو ریاست مرستیاله فرزانه سادات څرګنده وي:«موږ ډېر خوشحاله یوو چې ښځې دلته فعالیت کوي.دغه پروګرامونه د دې لپاره دي چې موږ ښځې ځان بساینې ته ورسېږو او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی کم شي.»

د دغې پروګرام  بنسټيزې موخې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته نه ویل،د هغوی ځان بساینې ته رسېدل او په ټولنه کې د ښځو د ونډې په اړه پوهاوی دی.

شریک یي کړئ