د کندهار د عامې روغتیا ریاست، وايي چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال راهیسې تراوسه، په دغه ولایت کې د ایډز د ناروغۍ ۱۰۷ پېښې ثبت شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، په دغې ناروغۍ د اخته کسان د ۲۰۱۰ کال څخه وړاندې، د اوسني شمېر نیمايي وو.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست له ایډز سره د مبارزې مسوول همایون رحماني، د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زړه بوږنوونکی بولي او د دغې ناورغۍ د خپرېدو پر مخنیوي ټینګار کوي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه:«د تېرو ۸ کلونو په لړ کې، یعنې له ۲۰۱۰ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۷ پورې، موږ په کندهار ولایت کې د ایډز ۱۰۷ پېښې تشخیص کړي دي چې له هغې ډلې، ۱۱ تنه یې ښځې، ۹۲ تنه یې سړي او ۴ تنه یې ماشومان دي.»
په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په ایډز د ۲۰ اخته کسانو له ډلې دوه تنه یې ښځې دي. خو ښاغلی رحماني په ۲۰۱۶ کال کې په دغې ناروغۍ د ښځو د اخته کېدو د شمېر په اړه څه نه وايي.
د دغې ناروغۍ ویروس چې په بېلابېلو طریقو یوه کس ته لېږدول کېږي، د یو کس د ژوند لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت، په هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتوالي اصلي لامل د نشهیي توکو تولید او استعمال، وزګاري او بېوزلي، پرانیستې پولې، د سواد ټیټه کچه، کورني او بهرني کډوالي، زرقیات او ناخوندي د وینې تبطبق بولي.
اخوا د کندهار اوسېدونکي له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې په دغه ولایت کې خلکو ته دې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.
د کندهار یوه له دغو اوسېدونکو څخه دغه ریاست په کم کارۍ تورن وي:«د ایډز دوه بنسټونه او د عامې روغتیا په ریاست کې د ایډز یوه څانګه دلته په دې برخه کې کار کوي، د کار کیفیت یې ډېر کمزوری دی.»
د کندهار یو بل اوسېدونکی وايي:«له ډاکټرانو زموږ غوښتنه دا ده چې پاکوالی مراعات کړي. کله چې یو ناروغ هغوی ته مراجعه کوي، باید د هغه روغتیا ته پام وکړي او د سینګارتونونو له خاوندانو هم غواړو چې پاکوالی په پام کې ونیسي او له استعمال شویو توکو څخه د بل کس لپاره استفاده ونه کړي.»
د ویلو ده د ایډز ناروغي یوازې د جنسي اړیکو له لارې پراختیا نه مومي بلکې د هغو وسایلو له لارې هم انتقالېږي چې پهکې د ناروغ انسان وینه پاتې کېږي.