Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د حکومت د سیاسي مخالفینو غونډه یو ځل بیا وځنډېده

له هغې وروسته لکه چې تېره ورځ کندهار ته د بلخ د والي عطا محمد نور او د ملي غورځنګ ګوند د سرپرست باتورخان دوستم د لېږد الوتکه پرې نه ښودل شوه چې کندهار ته الوتنه وکړي، په کندهار کې د حکومت د سیاسي مخالفینو غونډه سبا ته پاتې شوه.  

تمه کېده دغه غونډه د پنج شنبې پر ورځ جوړه شوې وای خو د «حضرت محمد ص » د میلاد په منظور جمعې ته وځنډوله.

دا په داسې حال کې ده چې له هغې یوه ورځ مخکې د افغانستان د ملي امنیت له خوا یوه لیک په خواله رسنیو کې خپور شو چې په هغه کې ګواښ کړل شوی وه چې طالبان هڅه کوي ترڅو هغه الوتکه چې سیاستوال لېږدوي، وچودوي.

د هېواد هوايي چلند ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، د شپې پرمهال د الوتنې لپاره د کمو امکاناتو اوپه کندهار ولایت کې د ناټو هوايي ځواک سره د نه همغږۍ له امله د دغې الوتنې مخنیوی شوی ځکه د شپې پرمهال په دغه هوايي ډګر کې پوځي تمرینونه ترسره کېږي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې خبرپاڼه زیاتوي، هغه سیاستوال چې غوښتل يي کندهار ته ولاړ شي دوی ته يي قناعت نه دی ورکړی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال او د دغې غونډې کډون کوونکی همایون همایون، نن په یوې خبري غونډه کې په دې اړه وویل:«موږ حکومت ته جدي ګواښ کوو که‎چېرې تر ۱۲ ساعتونو ښاغلي نور ته اجازه د الوتنې اجازه ور نه کړي، د دغه کار پایله به ډېره بده وي. دا د ډموکراسۍ مرګ دی.»

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر هم په دې اړه څرګنده کړه:«داکټر صاحب غني، دویم متفکره، زړه دې چې سلا یې منې او که ګواښ او یا هم د یوه ملګري نصیحت. په ۱۲ ساعتونو کې خپل مېلمه په کندهار کې غواړو.»

په همدې اړه دغه سیاسون ټينګار کوي چې دوی د حکومت چپه کېدو هڅې نه کوي بلکې یوازې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

تر دې دمه د کندهار په غونډه کې رحمت الله نبیل، او انور الحق احدي کندهار ولایت ته تللي دي.

تمه کېږي دغه غونډه د جنرال عبدالرازق په کوربه توب ترسره شي.

تر دې دمه د کندهار په غونډه کې رحمت الله نبیل، او انور الحق احدي کندهار ولایت ته تللي دي. تمه کېږي دغه غونډه د جنرال عبدالرازق په کوربه توب ترسره شي.

شریک یي کړئ