Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'په ګمرکونو کې د کارکوونکو په ګومارنو کې د سترو بډو شتون'

د مالیې وزارت په عایداتي برخو او ګمرکونو کې د ګومارنو په اړه له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې موندنې د دې ښکارندويي کوي چې، په مالیې وزارت کې ډېری ګومارنې د اړیکو او یا هم د سلګونه زره ډالرو بډې په ورکړې سره ترسره کېږي.

په دې څېړنه کې د ګمرک یوه کارکوونکي ویلي کله چې، په مالیې وزارت کې د یوه دلال په وسیله مقررېده؛ نو د بشري منابع په څانګه کې د کارونو له خلاصېدو وروسته، له ده ۳۰ زره ډالره وغوښتل شول؛ او کله یې چې خپلې واسطې چې په دغه وزارت یو له صلاحیت لرونکو وو خبرې وکړي؛ نو هغه ورته ویلي وو چې، دا کار معمول دی او باید دغه پیسې ورکړي؛ چې مقرر شي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې کارپوه اجمل شاکر په دې اړه څرګنده کړه:«کارکوونکي د اړیکو او بډو پربنسټ ګومارل کېږي او زموږ موندنې د دې ښودنه کوي چې د سلګونو زرو ډالرو په بدل کې په لومړي تر شپږو بستونو ګورمال کېږي.»

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي هم حرګندوي:«حکومت تراوسه د دغه بهیر د اصلاح لپاره هېڅ هم نه دي کړي او دا دې لامل شوی چې په ګمرکونو کې فساد په پلان شوې توګه دوام پیدا کړي او پیسې د مفسدو سیاستوالو جېبونو ته ولاړې شي.»

د دغې کمېټې په څېړنه کې همداراز راغلي چې، د ولایتونو په ګمرکونو کې ډېری کسان د شخصي اړیکو او خپلویو له مخې ګومارل کېږي او ډېری دغه کسان د ملي عوایدو د حیف و میل کېدو لپاره غوره کېږي.

په دې څېړنه کې همداراز ویل شوي چې، په ځينو ګمرکونو کې له هرو اتو کارکوونکو یوازې دوه کسان یې تخنیکي پوهه لري او نور یې له دغې پوهې پرته غوره شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«هره ورځ عواید کمېږي، خو د هغوی شخصي عواید هره ورځ زیاتېږي.»

د ولسي جرګې غړی عظیم کبرزاني هم وویل:«کله چې یو کس یوه څوکۍ وپېري هغه د ګټلو په لټه کې کېږي نه د ملي عوایدو په فکر کې.»

مالیه وزارت وايي، په دې برخه کې تورونه شته؛ په دې برخه کې لا تر اوسه کره اسناد نه دي وړاندې شوي؛ خو بیا هم هڅې کوي؛ څو ورته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل:«ګنګوسې او تورونه شته چې د ګمرکونو بستونه پلور کېږي، په دې برخه کې تراوسه مالیې وزارت ته کم سند نه دی ورکړل شوی او که چېرې وي هغوی ته به د پای ټکی کېښودل شي.»

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د معلوماتو له مخې، د مالیې وزارت په عایداتي او ګمرکونو کې د ګومارنو په برخو کې د دغه وزارت د وزیر او مرستیالانو په ګډون، د بېلابېلو برخو رییسان، سیمه ییز زورواکي، د ولسي جرګې غړي، سیاسي څېرې او په وزارت کې دننه دلالان اساسي ونډه لري.

په دې څېړنه کې راغلي چې، په مالیې وزارت کې ډېری ګومارنې وزیر او یا هم مرستیالانو ته یې له دغه وزارته بهر د وړاندیزونو پر بنسټ ترسره کېږي او یا هم کسان د بېلابېلو څانګو د رییسانو لخوا وزیر او یا هم مرستیالانو ته پېژندل او بیا په بېلابېلو بستونو کې ځای پر ځای کېږي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې په څېړنه کې همداراز راغلي چې، د ولایتونو په ګمرکونو کې ډېری کسان د شخصي اړیکو او خپلویو له مخې ګومارل کېږي او ډېری دغه کسان د ملي عوایدو د حیف و میل کېدو لپاره غوره کېږي.

شریک یي کړئ