Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یوه تفریحي پارک کې له بې وزلو ماشومانو سره د یوه زوم او ناوې واده

په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره یوه زوم او ناوې د ټولنې د دودونو پر خلاف په یوه تفریحي پارک کې له بې وزلو ماشومانو سره یوځای د خپل واده مراسم ترسره کړل.

۲۵ کلن خبریال مختار وفايي او ۲۲ د پوهنتون ښوونکې نیلوفر لنګر دوه ځوانان دي چې خپل د ژوند ګډ پیوند یې له یو شمېر بې وزلو او کارګرو ماشومانو سره د مزارشريف په یوه تفریحي پارک کې ولمانځه.

دوی وايی چې په خپل واده کې یې بې وزلي ماشومان غوښتي وو ترڅو وکولای شي په دې کار سره یاد ماشومان خوشاله وساتي. د دغه زوم او ناوې له دې کار څخه ډېرو هېوادوالو هرکلی کړی دی.

مېرمن لنګر چې ډېره خوشحاله ښکاري ماشومانو ته په خطاب کې وايي:«له تاسو غواړم چې تل درس ولولئ؛کار او هڅه وکړئ چې له یو بل سره مرسته وکړئ. ټول ښکلوم؛له تاسو سره مینه لرم،له دې نه مننه چې زما د واده په مراسمو کې مو ګډون وکړ.»

کابو ۳۰۰ تنه ماشومان په دغو مراسمو کې بلل شوي وو.هغه ماشومان چې هر یوه یې د ژوند تریخې یې تجربه کړې دي؛له سختو کارونو څخه نیولې او د کورنۍ د سرپرست تر نه‎لرلو پورې.

دغه ځوانه جوړه وايي چې ټولنیز دودونه د هغوی پر لاره خنډونه وو او خپلې کورنۍ یې د دې ډول کار سره راضي نه وو خو دغو ځوانانو خپله کورنۍ باوري کړه.

مېرمن لنګر وویل:«کوښښ مو وکړ چې خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړو چې موږ د خپل د واده جشن د ټولنې له محرومې ډلې سره لمانځو او موږ غوره بولو چې دغه جشن له ماشومانو سره تېر کړو.»

دغه جنش د ماښام له ۶ د شپې تر ۹ بجو پورې دوام وکړ او په دغه مراسمو کې ماشومانو دغې جوړه ته ډالۍ هم ورکړې او هغوی ته یې د نېکمرغۍ هیله وکړه.

مختار وفايي څرګنده کړه:«موږ د خپل پیوند له پیل څخه چې کوژده وه هڅه وکړه د جامو،خوړو، د واده په ټول پلور کې کم لګښت وکړو؛ په ټول کې فکر کوم چې زموږ د واده او کوژدې ټول لګښت ۱۰۰ زره افغانۍ شوې دي.»

د بلخ اوسېدونکي وايي چې معولا د ودونو لګښت له ۳۰۰ تر ۸۰۰ زره افغانۍ دی چې ځينې ځوانان اړ دي د خپل د واده د لګښتونو د پوره کولو لپاره له هېواد څخه بهر ولاړ شي.

د مزار شریف اوسېدنکي تورمحمد وویل:«ځینې خوانان د واده د لوړو لګښتونو له امله اړ کېږي، پور واخلي او بیا اړ کېږي چې ایران،پاکستان او یا هم اروپا ته ولاړ شي او ځینې هم په سیند کې ډوبېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د دین عالمان وايي چې د اسلام له پیغبر څخه روایت شوی دی چې غوره واده هغه واده دی چې لګښت یې کم وي.

په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره یوه زوم او ناوې د ټولنې د دودونو پر خلاف په یوه تفریحي پارک کې له

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه